حاصل بنسټ

د حاصل ټولنيز بنسټ

 

حاصل ټولنیز بنسټ په کال ۲۰۱۲ زېږديز کال تاسیس شوي، چې د هیواد بې وزلو خلکو ته د ټولنیزو خدماتو وړاندې کولو په برخه کې یوه ملي او فعاله ټولنه ده.

افغانستان د نړۍ یو له هغو بې وزلو هېوادونو له ډلې دی، چې فقر او بې وزلي یې په کلېو کې تر ډېره د پام وړ ده، د احصایې د مرکزي ادارې سروې چې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ زېږدیز (۱۳۹۵ لېږدیز) کلونو کې ترسره شوې ده، څرګندوي چې تر ۵۴ سلنې ډېری افغانان د فقر له سره خط لاندې ژوند کوي، یواځې ۲۰ سلنه وګړي يې د بې وزلۍ له کرښې پورته دي، په داسې حال کې چې رکود يې د فقر کرښې ته نږدې دی-

له همدې امله د ټولنيزو بنسټونو جوړول، پراختيا او د اړمنو وګړو لاسنیوی يوه ضروري خبره ده، د کرنيزې پرمختیا صندوق د یو بې طرفه مالي بنسټ په توګه د خپل اصلي هدف سره سره چې د هیواد د کرنيز سکتور وده ده، د دې ترڅنګ يې د حاصل په نوم ټولنیز بنسټ هم رامنځته کړی.

د کرنيزې پرمختیا صندوق په هیواد کې لومړنۍ مالي اداره ده چې په ۲۰۱۲ زېږديز کال کې دا ډول ټولنیز بنسټ رامنځته کوي، چې له صندوق د اسلامي مالي تمويل ترلاسه کوونکي چې ترلاسه شوی مالي تمويل د مخکې ټاکل شوي مهال ویش سره سم صندوق ته بېرته نه ورکوي، د هوکړې له مخې په التزام باالتصدق مکلف دي، چې د التزام باالتصدق راټولې شوې پیسې د حاصل بنسټ بانکي حساب ته اضافه کیږي او بیا وروسته مستحقو وګړو ته د عملياتي لګښتونو له وضع کېدو وروسته وېشل کېږي.

د کرنيزې پرمختيا صندوق نوښت:

د حاصل ټولنیزې ټولنې درې ګوني اهداف:

  • د بې بضاعته او مستحقو وطنوالو مرسته
  • د هغه ځوانانو مالي ملاتړ چې د کرنيزو زده کړو علاقمند وي
  • د هر ډول زاعتي متشبثینو زیاتو او پراخول

حاصل ټولنیزه ټولنه ۹ غړي او یوه مالي کمیټه لري چې غړي یې د بنسټ رئیس او فعال غړي دي او د مدیرانو بورډ لخوا اداره کیږي. د ټولنې ټول غړي د کرنيزې پرمختیا صندوق دایمي کارکوونکي دي او په خپله خوښه په ټولنه کې کار کوي، حاصل ټولنیز بنسټ د مستحقو خلکو لپاره مرستې او ملاتړ چمتو کوي لکه خواړه، جامې او روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی، همدارنګه حاصل ځوانانو او نهادونو ته د زده کړو او د کار آفرینۍ سیالیو ته مالي سرچینې چمتو کوي، دا ټولنه يا بنسټ خپلې مالي سرچینې د کرنيزې پرمختیا صندوق د مالي تمویل ورکوونکو، غفلت کوونکو، اسلامي تمويلونو او انفرادي مالي مرستو او بنسټونو له لارې تمویلوي.

لاسته راوړنې:

  • حاصل ټولنه چې د عايد يوه دوامداره سرچينه جوړوي په پکتيکا ولايت کې د درېو کورنيو لپاره شپږ پنجابي پسونه اخيستيدي، د دې ډول پسونو ګټه، د شیدو ورکولو سربیره، د پسونو د نسل تکثیر هم دی.
  • حاصل ټولنې د کابل ښار د زرغونتيا او ښکلا په موخه سل نيالګي وپېرل او وزیر محمد اکبر خان غونډۍ کې يې کېنول.
  • حاصل د دې صندوق د کارکوونکو په مالي همکارۍ د (ژمي هڅونې) په پروژه کې برخه اخېستې او د ژمي په موسم کې یې اړمنو ته د جامو، کمپلو، خوراکي او نورو اړینو توکو په برابرولو کې همکاري کړې ده.