تکراري پوښتنې

۱. د صندوق فعالیتونه څه شی دی ؟

۱-   د علمي او عملي ټرینگونو وړاندې کول

۲-   د کرنې او مالداری برخه کې علمي او تخصصي سلاء مشورې

۳-   د کرنيزو او مالدارۍ محصولاتو لپاره د کورني او بهرني بازار موندل

۴-   د اسلامي مالي تمویل ترویجول

۵-   د کرنيزو او مالدارۍ نندارتونونو پرانېستل او ملاتړ

۶-  د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو صادراتو څخه ملاتړ کول

۷-   تحقیقی چارې / فعاليتونه

۲-   د کرنیزی پرمختیا صندوق هغه شرکتونو، کوپراتیفونو او اتحادیو ته چی په کرنیزو کړونو کی په مستقیم او یا هم غیر مستقیم دخیل وی مالی تمویل وړاندی کوی.

۳-  د کرنیزی پرمختیا صندوق په مستقیم ډول بزګرانو او شرکتونو ته د هغوی د ظرفیت په اساس مالی تمویل وړاندی کوی.

۴- د مالی تمویل بیرته ورکړه په لنډ مهاله، منځ مهاله او اوړد مهاله دورو ویشل شوی چی د ۶ میاشتو څخه د ۷ کلونو پوری ده.

۵- د کرنیزی پرمختیا صندوق مرکزی دفتر په کابل او ننګرهار، کندهار، بلخ، هرات، کندز او پکتیا کی ساحوی دفترونه لری ترڅنګ یی بامیانو ولایت کی ولایتی دفتر هم لری.

۶- مرابحه یو اسلامی محصول دی چی صندوق د شرکت یا هم بزګر په غوښتنه هماغه جنس اخلی او بیرته یی په ګټه په نوموړی شرکت او یا هم بزګر خرڅوی.