له باميانو تر نړۍ!

د 2011زېږديز کال پسرلي کې د لومړي ځل لپاره څلور سوه اته دېرش بزګران چې د باميانو ولايت د اوو کوپراتيفونو غړي ول، د کرنيزې پرمختيا صندوق څخه پور ترلاسه کړ.

الوګان باميانو کې تر ټولو ښه او ډېر ترلاسه کوونکی کرنیز حاصل دی، خو د یو لړلاملونو پر بنسټ دا کرنیز حاصل ټيټ شوی دی لکه د بېو لوړوالی، بازار کې د با کېفيته سرو نشتون، د بې کېفيته پروسس شوو توکو کارونه او همدا ډول د نا معياري تخم کارول وه، چې د دې ستونزې د حل په موخه د کرنيزې پرمختيا صندوق د پور ورکړې غوښتنې له لارې د باکېفيته سرو  پېرنې او ټاکنې، د الوګانو معياري تخم او د لومړنېو مرستندوېو توکو د لګښتونو راکمولو په موخه دا نوښت وړاندې کړو.

د دې نوښت پاېله کې له دې ګټې  يو شمېر نېغ په نېغه ګټه اخېستونکي کوپراتيفونه او بزګران  په کلني ډول مخ په ګټه روان دي. د دې ډول تاثيرلرونکو پروګرامونو پلي کول په پام کې نيولو سره د کرنيزې پرمختيا صندوق د ۲۰۱۹ زېږديز کال له فرورۍ مياشتې دا بهیر پېل کړو، چې  د دې ادارې د بامیانو ولایت سیمه ایز ې څانګې د غوښتنليکونو راټولو لومړۍ مرحله ترسره کړه، د دې کال د مارچ مياشتې منځ کې چې د پسرلي موسم او کرنې بهير پېل وو، د کرنيزې پرمختيا صندوق وکولی شول چې د بامیانو ولایت  کې د دوه نويو شوراګانو رامنځته کولو له لارې يې نوي کوپراتيفونه هم پور اخېستنې ته وهڅول.

د کرنيزې پرمختيا صندوق له اتو کلونو د باميانو ولایت کرنیزه برخه کې مرسته کوونکی دی،  چې روان کال کې د ۵۳ کرنیز کوپراتيفونو ۱۶۷۴ تنه بزګرانو  چې (مرکز، یکاولنګ، پنجاب او ورس) له  ولسوالېو دي، د دې صندوق پورونو ته لاسرسی پېدا کړو او همدا ډول د کرنيزې پرمختيا صندوق د پور ورکړې کمېټې د صندوق د مديريت د غوښتنې پر بنسټ د ۱۸۳.۳۸ ميليونه افغانېو په ارزښت د بامیانو کرنیزو کوپراتیفونو ته پورونه ومنل.

همدارنګه دې ادارې د باميانو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په مرسته  همدې ولایت کې د کيمياوي سرې د ويشنې لړۍ پېل کړه، چې د۲۰۱۹ زېږديز کال د مئ مياشت په ۱۱ نېټه د دې ولایت والي ښاغلی محمد طاهر زهیر، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس ښاغلی عبدالوهاب محمدی او استازو او د کرنيزې پرمختيا صندوق استازو د کرنيزو کيمياوي سرو د ويشنې لړۍ د دې ولايت په مرکز کې پېل کړه، چې په اړه يې دياد ولايت والي د کرنيزې پرمختيا صندوق له دې اقدام مننه او ستاينه وکړه او همدارنګه غوښتنه يې وکړه چې دې ته ورته نورې مرستې د بزګرانو سره ترسره کړي او بزګرانو څخه يې وغوښتل، چې له دې مرستو په لويه پېمانه ګټه پورته کړي، ترڅو خپل حاصلاتو ته لاوده ورکړي.

د دې سربېره د باميانو ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس يادونه وکړه چې د کرنیزې پرمختيا صندوق لخوا د پور ورکړې موخه دې ولايت کې د الوګانو حاصل ته لا وده ورکول دي.

د کرنيزې پرمختيا صندوق ژمن دی، چې د باميانو ولايت بزګرانو سره مالي او تخنيکي برخو کې مرستې وکړي، ترڅو دوی وکولی شي د خپلې کورنۍ د ژوند ښه کولو په موخه خپلې کرنيزې سوداګرۍ ته وده ورکړي ،  چې په همدې مهال دا پروګرام د بزګرانو د عایداتو لوړلو په موخه پام کې نيول شوی دی، ترڅو راتلونکي کې بزګران د دې چوپړتياو نه ګټه واخلي او نتيجه کې د باکېفيته الوګانو د کښت حاصل د هېواد دننني لګښت لپاره ډېر او هېواد څخه بېرون بازارونو ته ولېږدول شي.

Add a comment

*Please complete all fields correctly