د کرنیزې پرمختیا صندوق

 

د کرنيزې پرمختيا صندوق یو مالي دولتي غېر بانکي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ تر چتر لاندې چارې ترسره کوي. د افغانستان کرنيز ډګر ته د ودې او پرمختګ ورکولو په موخه دا صندوق خپله، د مالي منځګړېو لکه د کرنيزو کوپراتيفونو او مالي ادارو له لارې بزګرانو او کرنیزو سوداګرو ته پورونه ورکول ددې صندوق سترې دندې دي.

یاد صندوق د خپل تاسیس له پېله تردې دمه ۱۱.۳ میلیارده افغانۍ پور منظور او کرنیزو سوداګرو، کوپراتیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړېو ادارو، مالدارۍ، کب پالنې، چرګانو فارمونو، د وچو او تازه مېوو صادروونکو، پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو توکو د تولید شرکتونو، مغازو ، د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۸.۷ میلیارده افغانۍ وېشلي دي. له دغو چوپړتياو په ۳۲ ولایتونو کې (۵۳،۳۰۲) دري پنځوس زره او درې سوه دوه تنه بزګران نېغ په نېغه برخمن شوي دي.

تر دې دمه د کرنيزې پرمختیا صندوق ځانګړې اداره ده، چې د افغانستان کرنيز سکتور د مالي تمویل ډګر کې مخکښه بلل کېږي چې مرکزي دفتر یې کابل او سيمه ايز دفترونه یې ننګرهار، بلخ، هرات او کندهار ولایتونو کې شتون لري، چې د دې سربېره د کرنې وزارت په مقر او باميانو ولايت مرکز کې ګرځنده دفترونه هم لري.

ماموریت

 

کرنيزې پرمختيا ته اسانتياوې رامنځته کول، د هېواد اقتصادي پرمختګ کې فعال ګډون، د کرنيزې سوداګرۍ او سوداګرو مالي تمویل د یاد صندوق ماموریت ګڼل کېږي.

د پورته ياد شوي ماموریت ترڅنګ یاد صندوق هڅه کوي، ترڅو د کرنې وزارت پراخې موخې چې د مشروع کرنیز اقتصاد بیارغونه او د کلېو د اقتصاد پراختیا ده، ملاتړ کوي. کرنه کې پانګونه خورا مهمه ده ځکه چې د هېواد کرنيز سکتور د افغانانو د اقتصاد یو پر څلور برخه جوړوي، د ژوندانه هوساینې او پرمختګ کې خورا اړين رول لوبوي او د هېواد نږدې ۷۶ سلنه وګړي چې کلېو او بانډو کې ژوند کوي، د ژوند د پرمختګ او اسانتياو زمینه ورته برابروي. هېواد کې له ۵۰ سلنه پورته وګړي لږ تر لږه د خپل عاید یوه برخه د کرنې له لارې لاسته راوړي.

موخې

 

د دولتي صنوق په توګه، د کرنيزې پرمختیا صندوق افغانستان کې د کرنيز پور ورکونې چوپړتياو وړاندې کولو برخه کې ځانګړی ځای لري. د دې صندوق لومړنۍ موخې پدې ډول دي:

• اغېزمن او ځواب ویونکي لنډ مهاله ، منځمهاله او اوږد مهاله تمویل د کرنيز سکتور د ودې او پراختیا په موخه.
• د کرنې د مالي تمویل کوونکي په توګه د کرنیزو ارزښتناکه کړیو هدایت او رهبري د دنني سرچینو په کارولو سره.
• د تخنیکي او مشورتي چوپړتياو له لارې د ارزښتناکه کړیو پیاوړي کول.

محصولات او خدمات

د ټیم سره لیدنه

عالي شورا

اجرايوي ريس

ډله