د ٦٣٤,٦میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور شو

د کرنیزو پورونو د منظوری د کمېټې غونډه، له وړاندې شویو معلوماتو او د کمېټې د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو ورکولو وروسته د ٦٣٤,٦میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور او تایید کړ.
په ټوله کې درې بېلابېل پورونه ومنل شول، چې لومړی پور يې يوې مالي موسسې لپاره دی او موده يې پنځه کاله ده، چې هر کال به د هېواد اتو ولايتونو کې له زرو زيات شمېر بزګران له دې پوره نېغ په نېغه ګټه پورته کړي. دويېم پور د خوراکي توکو جوړونې فابريکو له ډلې يې يوې ته منظور شوی، چې د ماشينونو او خامو خوراکي توکو د پېر په موخه ورکول کېږي. دريېم پور يې د وړو د لوېو ژرندو څخه يوې ته دی، چې د غنمو پېر او ترې د وړو جوړولو په لپاره ورکول کېږي.


دکرنې په وزارت کې د کرنيزې پرمختیا صندوق د پورونو د منظوری د کمېټې غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي معینیت سرپرست او د پورونو د منظوری د کمېټې مشر محبوب الله ننګ او د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ د رییس او د کرنې د پراختیا صندوق د چارواکو په شتون کې په لاره اچول شوې وه.
د کرنيزې پرمختیا صندوق تخنیکي ټیم، یادې کمېټې ته د پور درې غوښتنې ور وپېژندل او د کمېټې غړو ته د پور غوښتونکو د فعالیتونو په هکله بشپړ معلومات ور کړل.

د کرنيزې پرمختیا صندوق اجرایي رییس ډاکټر ایمل ارمان، چې ددې پور ورکوونکی ده وایي، چې په دې سختو شرایطو کې یې بزګران نه دی هېر کړئ او دې ته ژمن دی، چې د دوی د اړتیا وړ پورونه په خپل وخت د دوی په واک کې ورکړي.د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې یاد صندوق د کویډ-۱۹ یا کرونا ناروغۍ له خپراوي څخه د مخنیوي په پار د ګرځ بندیز سره سره د کرنې دودې او پراختیا په پار له هیڅ ډول هڅې نه دي په شا شوي او هلې ځلې کوي، چې د امکان تر کچه د کرنې بنسټ پیاوړي شي.
د کرنيزې پرمختیا صندوق یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د مالي منځکړیو او پور ورکولو له لارې سوداګریزو بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکول ددې صندوق عمده دندې دي.

یاد صندوق د خپل تاسیس له پیل څخه تردې دمه ۱١.٢ میلیارډه افغانۍ پورونه منظور کړي او دغه رازکرنیزو سوداګرو، کوپراټیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړیو، د غواساتنې، کب روزنې او چرګانو روزنې فارمونو، د وچ او تازه مېوو صادروونکو او پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو توکو د تولید شرکتونو، مغازو او د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۸.٦ میلیارډه افغانۍ وېشلي دي. له دغو چوپړونو څخه په ۳۲ ولایتونو کې ٥٢زره او٧٧٢بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.
د کرنيزې پرمختیا صندوق د افغانستان د کرنې د سکټور د تمویل مخکښ مرجع بلل کیږي، چې مرکزي دفتر یې په کابل کې ده او په بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار کې هم سیمه ییز دفترونه لري.

Add a comment

*Please complete all fields correctly

Related Events