د بلخ ولایت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو او توليداتو خونې رئيس او مرستيال د کرنيزې پرمختيا صندوق لوی رئيس سره ولیدل

د بلخ ولايت د کرنې او مالدارۍ محصولاتو او توليداتو خونې رئيس، مرستيال او د مفيد ګروپ شرکت مسؤلينو د کرنيزې پرمختيا صندوق مشر ښاغلي ډاکټر ايمل ارمان سره ناسته ترسره کړه. ياده ناسته کې دواړو خواو بلخ ولايت کې بزګرانو ته کرنيزه برخه کې د پور ورکړې د چوپړتياوو څرنګوالي، کرنيزو سوداګرو، تېلي بوټو ته پرمختګ، حېواني خوراکي توکو او د چرګانو خوراکي دانې او په ټوله کې د بلخ ولايت د کرنيز سکتور د ودې او پراختيا په اړه هر اړخيز بحث وکړو او نظرونه يې سره شريک کړل.
د کتنې بهير کې د مفيد ګروپ شرکت مرستيال د دې شرکت د چارو او په ځانګړي ډول د قرنطين بهير کې فارم لرونکو او مالدارانو ته د خوراکي توکو او چرګانو دانې چوپرتياو برابرولو په اړه پوره مالومات وړاندې کړل.

ښاغلي ډاکټر ايمل ارمان وويل، د کرنيزې پرمختيا صندوق تل هڅه کوي، ترڅو د کرنيز سکتور برخه کې بزګرانو او د کرنيزې برخې سوداګرو سره مرستندويه اوسي او د هغوي اړتياوې پوره کړي، نوموړي زياته کړه چې صندوق د بزګرانو او د کرنيزې برخې سوداګرو په چوپړ کې دی او ياده برخه کې به له هيڅ ډول هلو ځلو ډډه ونکړي.

یاد صندوق د خپل تاسیس له پېله تردې دمه ۱۱.۳ میلیارده افغانۍ پور منظور او کرنیزو سوداګرو، کوپراتیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړېو ادارو، مالدارۍ، کب پالنې، چرګانو فارمونو، د وچو او تازه مېوو صادروونکو، پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو توکو د تولید شرکتونو، مغازو ، د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۸.۷ میلیارده افغانۍ وېشلي دي. له دغو چوپړتياو په ۳۲ ولایتونو کې (۵۳،۳۰۲) دري پنځوس زره او درې سوه دوه تنه بزګران نېغ په نېغه برخمن شوي دي.

Add a comment

*Please complete all fields correctly

Related Events