شرعی مشورتی بورد په کال ۲۰۱۲ د جولای په ۴ نیته کی دیوه غونډی په ترڅ کې پرانیستل شو. دغه بورد د ښه حکومتداری یو اړینه برخه دی، او ددی دنده د اسلامی مالی معاملاتو تثبیت او اړونده پروسی او کړنلاری دی. دغه بورد د زراعت انکشافي صندوق نه مستقل، او اسلامی اصولو سره د ټول اسلامی پورونو د مطابقت په اړه تصمیم نیسی او نظر ورکوی.

ددی بورد خپلواکي او په شرعي چارو کي بي طرفه مشوری، همدارنګه د زراعت انکشافي صندوق مالی معاملی تایید، پیرودونکو ته لانور ضمانت ورکوی.

داکتر خواجه محمدعلی الحسامی

خواجه محمدعلی الحسامی لمړی خپل ماستری د حقوق په څانګه د اسلام آباد اسلامی نړیوال پوهنتون نه، بیا خپل دکتورا (Ph D) له همغه پوهنتون نه لاسته راوړی دی. دوی په اسلامی مالي چارو کې تخصص لری، او اوس د ښووني او روزني په وزارت کې ددی وزارت د تخنیکي او مسلکي زدکړو مرستیال، مشاور په توګه کار کوی. همدارنګه، دوی د کابل په پوهنتون او څو خصوصی پوهنتونونو کي اسلامی حقوق تدریس کوی.

ښاغلی فقیرالله عطایی

ښاغلی فقیرالله عطایی لمړی د خواجه عبدالله انصاری په اسلامی ښوونځی (په ایران کې د افغان مهارجرینو دپاره ښوونځی) تعلیم کړی، او بیا خپل تعلیمات د پاکستان په پشاور ښار کې د اسلامی زدکړو په انستیتوت کې دوام ورکړی، او وروسته خپل لیسانس د اسلامی زدکړو او اسلامی تاریخ په څانګه له مصر هیواد دالازهر پوهنتون نه ترلاسه کړی دی. دوی اوس د هرات د حج او اوقاف په ریاست کی کار کوی.

ښاغلی لبیب

ښاغلی لبیب لمړی خپل لیسانس درجه، او ورپسی خپل ماستری د اسلامی سوادګری حقوق په څانګه د پاکستان هیواد اسلام آباد اسلامی نړیوال پوهنتون نه ترلاسه کړی دی. دوی اوس په همدغه پوهنتون کې اسلامی بانک لرنه او عملی چاری تدریس کوی.

Go to top