د زراعت انکشافي صندوق پیژندنه:

دزراعت انکشافي صندوق یا (ADF) یو خپلواکه دولتی مالی اداره ده چې اساسی موخه یی د کرني سکتور ته د پورونو برابرول دی. د زراعت انکشافي صندوق ځانګړی پیریدونکې واړه تجارت پیشه کروندګر او همدارنګه هغه کرنیز شرکتونه چې زراعتی توکې ویشی، لوړ کیفیته فصلونه تولیدوی پروسیس کوونکې او د کرنیز محصولاتو صادرونکې دی. د زراعت انکشافي صندوق په عمده ډول پور ورکونکې اداره ده چې د مالی اوغیرمالی ادارو له لاری پورونه برابروی.

د زراعت انکشافي صندوق له لوری ورکړل شوی پورونه د کروندګرو او د کرنی د سکتور نورو فعالانو ته دا وړتیا ور بخښی چی د عصری تولید، پروسیس کولو او د بازار د پرختیا له هغو لارو څخه کار واخلی چي په تیره یو لسیزه کې را منځ ته شوی دی.

د زراعت انکشافي صندوق تګ لوری:

د کروندګرو او کرنیزو سوداګرو ته مالی خدمتونه برابرول ترڅو یی تولید زیات، د فصلونو کیفیت لوړ او د بازارموندنی له لاري د افغانستان کرنیز سکتور ته وده ورکول دا به د کرني مالداري او اوبو لګولو وزارت هغه موخي چي په افغانستان کې د مشروع کرنیز اقتصاد بیا احیاء او د کلیوالي اقتصاد وده ده همکاری وکړی.

د زراعت انکشافي صندوق ستاسو لپاره څه کولای شی؟

د زراعت انکشافي صنوق د مالی منځګړیو له لاری کروندګرو ته پورونه ورکوی لکه:

مالی اداری

  • بانکونه  
  • د وړو پورونو اداري
  • د پور ورکوني ټولني
  • د اجاري شرکتونه

غیری مالی اداری

  • د کرنیزو توکو مغازی
  • د کروندګر ټولنی او کوپراتیفونه
  • ستر کرنیز شرکتونه

د زراعت انکشافي صندوق څه ډول کارکوی؟

هغه وړو تجارت پیشه کروندګر او د سوداګرو ډلی چی په کرنیزه سوداګری بوخت دی. او هغه څوک چی ښه سوداګریزه نظریه ولری کولای شی په جلال آباد، هرات، مزارشریف، کندهار، بامیان، او کابل کې د زراعت انکشافي صندوق دفترونو ته مراجعه وکړی.

د پیرودنکو د کاروبار د کچی په پام کې نیولو سره به د پورورکونی د برخی تجربه کار مشاور دوی ته د پور اخستلوغوښتنلیک برابر کړی. او یا به یی د زراعت انکشافي صندوق د پورورکولو همکاری اداری ته معرفی کړی.

نور کوم خدمتونه تر لاسه کولای شی؟

مالی منځګړیتوب او هغه کرنیز سوادګر چی د زراعت د انکشافي صندوق څخه یی پور اخیستی وی، یو لړ خدمتونه تر لاسه کولای شی چي خپل تولیدات زیات او کیفیت یی لوړ کړی د حاصل څخه وروسته زیانونه کم او نوی مارکیتونو ته لاس رسی پیدا کړی. د زراعت انکشافي صندوق دا خدمتونه ددی لپاری وړاندی کوی چی د خپلو پیرودنکو بریا یقینی کړی او پدی ډول دوی وتوانیږی چي خپل پورونه په خپل وخت واپس کړی دا خدمتونه په لاندی ډول دی:

تخنیکی مرستی

  • د پورونو تنظیمولو کی
  • د فصلونو د تولید په تکنالوژی په برخه کی
  • د بازار د پراختیا په برخه کی

ګډون

  • سوداګریز پروګرامونه
  • د تخنیکی رونیز فعالیتونه

کوم لاملونه دی چی د زراعت انکشافي صندوق د افغان سوداګرو غوره انتخاب وګرځوی؟

یوه شورا چی د شریعت سره سم اسلامی مالی معاملات وړاندی کوی

د زراعت انکشافي صندوق اسلامی پور ورکولو ته جدی پاملرنه کوی، تر څو معاملات د فقه المعلومات پر بنسټ ترسره او د پیرودنکو ځانګړو غوښتونو ته ځواب ووایی همدارنګه له مذهبی نورمونو سره د مطابقت په خاطر ټول اسلامی مالی معاملات د شرعی مشورتی بورد څخه منظور شوی دی.

د پور موده او شرایط:

د یوی مالی اداری په توګه چی یوازی د افغانستان د زراعت سره د کومک لپاره ځانګړی شوی. ټولی مالی معاملی د کروندګر او کرنیزو فصلونو د تولید د وخت سره سمون لری. کوم چی د کرنیزی سوادګری د برخی متشبسینو ته د دوی د رسم سره سم حل وړاندی کوی.

ارزانه پانګه اچونه

د شرعی معاملاتو او دودیزو پورونو په پام کی نیولو سره د کرنی انکشافي صندوق پور ورکول د دود شوو پورونو په نسبت دیر ارزانه دی

Go to top