د زراعت انکشافي صندوق عالی شورا د۲۰۱۲ کال د نوامبر میاشت په ۲۸ کې دیوه غونډی به ترڅ کی پرانیستل شو. دغه شورا ۷ تنه غړی لری، چی ۲ تنه ای در افغانستان بانک او د لوړو زدکړو وزارت لخوا ټاکل کیږی. ددی شورا مقرره دی صندوق ته دیو مالی خپلواک بڼست په حیث مشروعیت ورکوی، او کولای شی چی نوی تمویل کونکو ته لاسرسی ولری، او کرنیز سکتور ته خپل مالی مرستی ته دوام ورکړی.

 

جلالتمآب نصیر احمد درانی، د کرنی، ابولګونی او مالداری وزیر او د زراعت انکشافي صندوق عالی شورا رئیس

ښاغلی نصیر احمد "درانی" ښاغلي دراني، خپل د ليسانس دوره د کابل پوهنتون د انجنيري پوهنځي دميخانيک انجنيري ديپارټمنټ کې بشپړ او خپلې لوړې زده کړې د فوق ليسانس تر پوړه د امريکا د متحده ايالاتو د نبراسکا په پوهنتون کې د پرمختيا او بيارغونې په برخه کې پاي ته رسولي او په عالي درجه يې سند تر لاسه کړي دي.

نصيراحمد دراني ۶۲ کاله عمر لري. ښاغلي دراني همداراز د خپلې زده کړې اړوند په بېلابېلو برخو کې ۳۴ کلنه تجربه لري. دراني خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ په منځنۍ ښوونځۍ کې پاي ته رسولي دي. ښاغلي دراني په ملي ژبو سربېره، په انګليسي ژبه هم برلاسي دي. د ښاغلي دراني کاري مخينه د دې ښکارندوي دي چې، په خپلو چارو کې د جديت او قاتعيت ترڅنګ، د خلکو خدمت، په ځانګړې ډول کليوالو او بزګرانو لپاره خدمت کول ورته لومړيتوب لري.

ښاغلي دراني له ۱۳۸۲ يم کال څخه بيا تر ۱۳۸۴ يم کاله پورې د انګلستان د انرژۍ او مارکيټ کمپنۍ او د فرانسې د «سوپري ګاز» د کمپنۍ د افغانستان د انرژۍ سکټور د پروژې مدير په توګه دنده اجرا کړې ده او په ۱۳۷۴ يم کال کې په پېښور کې د اوسپنې د ويلې کولو د يوې فابريکې د مدير په صفت کار کړي دي. ښاغلي دراني په ۱۳۷۲ يم کال کې د ټول ګټو وزارت د اداري رييس په توګه په دنده ګمارل شوي دي. ښاغلي دراني په ۱۳۶۵ ام کال کې، په پېښور کې د «VITA» موسسې د تخنيکي سلاکار په توګه او همدارنګه په ۱۳۵۹ ام کال کې د کانونو او پټروليم وزارت د پانګې اچونې عمومي مدير په توګه دندې سر ته رسولي دي.

ښاغلي دراني له ۱۳۹۳ يم کال څخه د ۱۳۹۶ يم کال تر وروستيو پورې د کليو دبيارغونې او پراختيا وزير ؤ. په دې موده کې هغه د ولسي تړون په طرح چې، " د انډوليزې پراختيا په پار د ملي وحدت وچت ګام" بلل کيږي کار وکړ. هغه په خپلو نه ستړېدونکو هلوځلو سره، ادارې سمونونه، د موازې اداراتو يوځاي کول، خلکوته ښه چوپړونه برابرول او د بېوزلي د کچې د ټېتولو په برخو کې د هېواد په ټولو کليو او بانډو کې ډېرې پراختيايي برنامې پلي کړي دي. د کليو دبيارغونې او پراختيا په وزارت کې د ښاغلي دراني د ګڼو برياليتوبونو په اساس هغه د کرنې سکټور د چارو د ښه تنظيم او پرمخ بېولو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير په توګه وګمارل شو.

 

ښاغلی محمد مصطفی مستور
د مالیي وزارت مرستیال
د رئیس معاون

د مالیي وزارت مرستیال د عمومی بودیجی ریاست، د خزانی ریاست، د مالی کال د پالیسیو ریاست مسئوولیت په غاړه لری. د کال ۲۰۰۵ به جون میاشت کې، د مالیی په وزارت کې د بودیجی عمومی ریاست ډنده واخیسته، او څلور کال دپاره ددی پُست مشرتوب کوله. په ۲۰۰۹ کال د جنوری په میاشت کې، دوی خپل اوسنی دڼده لاسته راوړله.

داکتر مستور په نړیوال بانک کې د افغانستان دویم نمایندګی ډنده په غاړه لری، او په ختیځ آسیا سیمه ایز همکاریو انجمن (سارک) د افغانستان نماینده او ددی انجمن د موسسینو یو غړی دی. په همدی حال دوی ځنیو بورد ونو ګروپونو غړی دی لکهg7+)( تولنه چی شخړی او لانجی ځپلی هیوادونو جوړ شوی ده. ښاغلی مستور د آریانا افغان هوایی شرکت بورد، او د کلیوالو سیمو لاسرسی ملی بروګرام (NRAP) د رهبری کمیته مشر، او د کرنیز پرمختیایی صندوق د عالی شورا معاون دی. او سره له دی، دوی د افغانستان او امریکی ترمنځ د استراتیژیک ګډون موافقت نامه د اقتصادی کاری ګروپ مشرټوب پرغاړه لری.

د ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۳ کال پوری، ښاغلی مستور ځینی نړیوال غیر دولتی موسساتو سره په مهم پوستونو کی د ستراتيژیک، پلان جوړول، بودیجه جوړول، پالیسی جوړول، بشری منابع، مالی وجوه راټولول، بلاعوض مالی مرستی، مالی مرستی او پروژی مدیریت برخو کې کار کړی دی. په کال ۲۰۰۳ کې ښاغلی مستور د عامی روغتیا په وزرات د قراردادونو او بلاعوض مرستو په څانګه کی د مشاور په ټوګه مقرر، او په دیر کم موډه کی ددی څانګه مشر وټاکل شو. دوی په دی وخت کې د تمویلکونکو پروګرامونه مدیریت کوله، او د وزارت (۱۰۰ میلیون دالریز) بودیجی دپاره کاری چوکات جوړ کړله. او د وزارت د لمړی منځ محال روغتیایی پالیسی او ستراتیژی جوړولو دپاره ددی نظریاتو نه ښه استفاده شوی ده. اوس عامه اساسی روغتیایی خدمات(BPHS) یو ښه بریالیتوب بلل کیږی.

داکتر مستور په کابل ښارکی زیږیدلی، او د کابل پوهنتون د طب پوهنځی نه خپل لیسانس درجی اخیستی، او بیا د اداره او مدیریت په څانګه کې په پشاور پرستون پوهنتون کی خپل ماستری اخیستی. دوی په مختلف طبی څانګو کی کار او خدمت کړی.

شاغلی مستور ځینی افغانی خپرونو سره د خبریال، کتري لیکونکی و کاریکاتورایستونکی په صفت کارکړی. ددوی د ګلف ورزش یو ښه لوبغاړی او د افغانستان د ګلف فدارسیون مؤسس او مشر دی.

ښاغلی میر امان الدین حیدری
د کرنی، اوبو لګونی، او مالداری وزارت تخنیکی مرستیال
غړی

ښاغلی حیدری د کال ۱۹۷۲ راهیسی د کرنی په زوارت کی کار کوی. مخکی لدی نه چی دا مقام ترلاسه کړی، دوی د نباتات ساتنی او قرنتین ریاست، او د کرنی پرمختیا او پراختیا ریاست مشر وو.

دوی خپل ماستری درجه د ساینس او کرنی په څانګه د هندوستان هیواد د نوی دهلی کرنیز تحقیقاتو انستیتیوت نه اخیستی دی. او خپل نور عالی زدکړو د بلغاریا هیواد د صوفیه ښار د د اقتصاد د لوړو زدکړو په انستیتوت کې پایته رسولی.

دوی د کرنی په مختلف موضوعاتو په اړه مختلف مقالی‌، علمی څیړنی، او کتابو لیکلی او خپور کړی دی.

ښاغلی واین نیلسیستیون
د متحده ایالاتو د نړیوال انکشافی اداره (USAID)
د زراعت دفتر مشر
غړی

ښاغلی واین نیلسیستیون د څلور لسسیزی نه راهیسی د متحده ایالاتو په نړیوال انکشافی اداره کې د بهرنی خدماتو مسئوول په توګه کار کوی. دوی د پاراگوی، ګوتیمالا، او بولیوی په هیوادونو کې د متحده ایالاتو د نړیوال انکشافی اداره د مشر په توګه، او د اندوراس و بولیوی په هیوادونو کې د هغه اداره مرستیال په توګه کارکړی دی. دوی د کال ۱۹۷۳ تر ۲۰۰۳ پوری لمړی په پاکستان هیواد کې د کرنی انکشافی دفتر مسئوول، او ورپسی د السلوادور او سنیګال په هیوادونو کې د زارعت دفتر د مشر په توګه کار کړی.

ښاغلی واین نیلسیستیون د متحده ایالاتو د نړیوال انکشافي اداری او د ګوتیمالا هیواد ترمنځ د کرنی پرمختیایی پروګرام د بیاروغونی دپاره، د وړوکو کروندګرو فعالیتونو توپیر او تینګښت د ګتور مارکیت په اړه، رهبری نقش درلوده.

دوی د خوراکې توکو د ساتنی او خوندیټوب مرستی بشپړتیا دپاره یو ځانګړی ګروپ تاسیس، او پروګرام د جوړول په پروسه کې لارښونه کړی دی، او ګوتیمالا هیواد دولت ته مرسته کړی چي د هغه هیواد ریاست جمهوری ابتکار "راتلونکی دپاره تغذیه کول" پروګرام چی په کلیوالو سیمو کې د ټنګ لاسی او اړتیا کښته کول باندی تمرکز درلوده، تطبیق وکړی.

دوی په ګوتیمالا هیواد کې د مشراونو په بورد د متحده ایالاتو دولت نماینده په حیث، د هغه هیواد د "د طبیعت دپاره قرضه" پروګرام چی د استوایی ځنګلونو په مدیریت باندی تمرکز درلوده، جوړښت او مدیریت کې د رهبری دنده درلوده. همدارنګه دوی پاراګوی هیواد ته د هغه هیواد د "د طبیعت دپاره قرضه" پروګرام بشپړکلو دپاره، او د هغه پروګرام د پروبوزل جوړولو دپاره مرسته کړی، چي دا عمل یی در پاراګوی هیواد د پورونو د معافیت سبب شوی ده.

ښاغلی محمد قربان حقجو
د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ د اداري رئیس
غړی

ښاغلی محمد قربان حقجو خپل زدکړو په افغانستان کې پایته رسولی، او د بلخ ولایت د سیاسی علومو څانګی نه فارغ شوی دی. هغی نه وروسته دوی روسیه او جرمنی هیوادونو کې په سوداګری کارو بارو کې بوخت وو، په همداوخت کې دوی د سوداګری، مدیریت و اقتصاد په برخه کې خپل ظرفیت لوړوالی که زیار ایستلی. دوی په کال ۲۰۰۵، په افغانستان کې امنیتي، اجتماعي او اقتصادي حالات ثبات او ښه والی سره بیرته وطن ته راستانه شو. هفه وخت نه راهیسی دوی په هیواد کې د سوداګرۍ او اقتصاد په پرمختیا کي کارکړی او بوخت دی. ښاغلی حقجو د اصلاحاتو د بشپړکیدو دپاره د سوداګرۍ خونی د اداری اصلاحات و ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون له لیاری ډیر مهم دنده سرته رسولی، چی دوه خونو یوخای کیدل سبب شوی ده. ښاغلی حقجو په کال ۲۰۰۸ کې د هیواد د سوداګرۍ او صنایعو خونی د عامل پلاوی رئیس وټاکل شو، اوس مهال د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ د اداري ریس په توګه کار کوی.

پیغله منیژه سنخیار
په بانک لرني او مالي امورو کې غیردولتی تخنیکي متخصص
غړی

پیغله منیژه سنخیار په غضنفر بانک کي د اسلامی بانک لرني مشره ده. دوی په کابل ښار کي زیږیدلی دي. او په کال ۲۰۰۷ کی د مالیزیا هیواد د بین المللی اسلامی پوهنتون د تجارت مدیریت (په مالي امورو تخصص) څانګی نه فارغ شوي، او په کال ۲۰۱۱، خپل ماستری په اسلامی مالي او بانک لرنه څانګه د مالیزیا هیواد د بین المللي اسلامي پوهنتون د مدیریت پوهنځي نه لاسته راوړی ده. دوی خپل مستری رساله (تیسس) د اسلامی بانک لرنه په اړه د مالیزیا هیواد په اسلامی امورو کې د یوه سترعالم ترنظرلاندی لیکلی ده. دوی په هغه هیواد په کولولمپور ښار کې د افغانستان په سفارت کې په مختلف ساحو کې کار کړي. پیغله منیژه وتوانیده چې د مالیزیا هیواد د کولولمپور په ښار کې د مختلف کنفرانسونو او سمینارونو په ګدون سره خپل مهارتونه په اسلامي بانکلرنه کې لوړ کړی.

Go to top