د زراعت انکشافي صندوق څه ته وایی؟

adf-home-pageدزراعت انکشافي صندوق یا (ADF) یو خپلواکه دولتی مالی اداره ده چې اساسی موخه یی د کرني سکتور ته د پورونو برابرول دی. د زراعت انکشافي صندوق ځانګړی پیریدونکې واړه تجارت پیشه کروندګر او همدارنګه هغه کرنیز شرکتونه چې زراعتی توکې ویشی، لوړ کیفیته فصلونه تولیدوی پروسیس کوونکې او د کرنیز محصولاتو صادرونکې دی. د زراعت انکشافي صندوق په عمده ډول پور ورکونکې اداره ده چې د مالی اوغیرمالی ادارو له لاری پورونه برابروی.

د زراعت انکشافي صندوق له لوری ورکړل شوی پورونه د کروندګرو او د کرنی د سکتور نورو فعالانو ته دا وړتیا ور بخښی چی د عصری تولید، پروسیس کولو او د بازار د پرختیا له هغو لارو څخه  کار واخلی چي په تیره یو لسیزه کې را منځ ته شوی دی.

د زراعت انکشافي صندوق د کرهنې، ابولکونې او مالدارۍ وزارت په نږدې ملاتړ سره خپل خدمتونه وړاندی کوی. www.mail.gov.af

د زراعت انکشافي صندوق تګ لوری

adf-missionد کروندګرو او کرنیزو سوداګرو ته مالی خدمتونه برابرول ترڅو یی تولید زیات، د فصلونو کیفیت لوړ او د بازارموندنی له لاري د افغانستان کرنیز سکتور ته وده ورکول دا به د کرني مالداري او اوبو لګولو وزارت هغه موخي چي په افغانستان کې د مشروع کرنیز اقتصاد بیا احیاء او د کلیوالي اقتصاد وده ده همکاری وکړی

د زراعت انکشافي صندوق څه ډول کارکوی؟

How does ADF Work?هغه وړو تجارت پیشه کروندګر او د سوداګرو ډلی چی په کرنیزه سوداګری بوخت دی. او هغه څوک چی ښه سوداګریزه نظریه ولری کولای شی په جلال آباد، هرات، مزارشریف، کندهار، بامیان، او کابل کې د زراعت انکشافي صندوق دفترونو ته مراجعه وکړی.

نور کوم خدمتونه تر لاسه کولای شی؟

Technical Servicesمالی منځګړی او هغه کرنيز سوادګر چی د کرنی د پرمختيايی صندوق څخه يی پور اخيستی وی ، يو لړ خدمتونه تر لاسه کولی شی چی خپل توليدات زيات او کيفيت يی لوړ کړی د حاصل ځخه ور وسته زيانونه کم او نوی مارکيتونو ته لاس رسی پيدا کړی . د کرنی پرمختيايی صندوق دا خدمتونه ددی لپاری وړاندی کوی چی د خپلو مشتريانو بريا يقينی کړی او پدی ډول دوی وتوانیږی چی خپل پورونه په خپل وخت تاديه کړی دا خدمتونه په لاندی ډول د

خبرپانه

مطبوعاتي اعلامیه

کابل مرکزی دفتر
د کرني اوبولګولو او مالداري وزارت، جمال مينه، دريمه ناحيه، کابل ښار
د ټِلېفون شمېری: 0202504835

سیمه ایز دفترونه

بامیان
د بامیان بازار شاته، د کرنی ریاست، د سولی پارک دوهم کور
د ټِلېفون شمېری:
0093-799102642
هرات
۲۰۳ اطاق، څلورم پور، د هرات سوداګریز مرکز، هرات ښار
د ټِلېفون شمېری:
0093-799125458
بلخ
د ولایت کوڅه، باغ حضور، د سوداګری او صنایعو خوني
د ټِلېفون شمېری:
0093-79912345

کندهار
۱۹ لمبر دفتر، لاندینی پور د سوداګری او صنایعو تعمیر دوهم چوک، عینو مینه، کندهار ښار
د ټِلېفون شمېری:
0093-797423983
ننګرهار
اول لمبر کور، پنځم لمبر کوڅه، روښان مینه، څلورمه ناحیه، جلال آباد ښار
د ټِلېفون شمېری:
0093-796148078
Go to top